IQNA

 د پاکستان عالمان وائي،امام خمینی په اسلامی تفکر او آئيډیا سره د ځپلواکه ملتونو راتلونکی انځور کړ

13:31 - June 06, 2023
د خبر لمبر: 3487434
د پاکستان په پيښور، لاهور پنډۍ، لاهور ،کراچۍ،پاره چنار پشمول په لسګونو ښارونو کې  د حضرت امام خمینی د تلین په مناسبت  دکلیزې دستورې ولمانځل شوې او دیني عالمانو د اسلامی انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني د نولسمې پيړۍلوي شخصیّت وبالۀ.

ایکنانیوز؛ د پاکستان  د خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پيښور کې د ایران کلتوري خونه د حضرت امام خمینی د ارتحال د کلیزې په مناسبت د ایران د اسلامی انقلاب د مینه والو د غونډيدا کوربه وه.

په پيښور کې د ایران د کلتوري خونې  سرپرست اصغر خسرو آبادي په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې  ووئيل، حضرت امام خمیني د یوۀ بشپړ انسان او جامع شخصیّت  بیلګه دی، چې د تاریخ یو ترټولو اصلي انقرلاب ئې کامیاب کړ او یو بې بدیله نظام  ئې راونپځوۀ او رهبري ئې کړ او په شجاعت  او  استقامت پر عنصر په تکیې سره ئې  په لویدیځي او ختیځي مادي تمدنونو په ارکانو او اساس کې ښکاره لړزانتیا راوسته چې  د کفر او شرک  کنګرې ئې  له تباهۍ او ځوړتیا سره یو ځاي کړې.

د پاکستان د اسلامی آئيډیالوجۍ  شوراقبله ایاز هم په دغو دستورو کې  ووئيل، امام خمینی  دایران ملت ته وریاد کړه ،څرنګه په عزت او سرلوړئ سره  ژوند کولی شي، ایران سره له دې چې  د  اسلامی انقلاب له پیله  له بندیزونو او له عراق سره له جنګ سره  مخامخ ؤ، خو تر پام وړ پورې ئې پراختیا او پرمختګ کړی دی .

په دغو دستورو کې  داهل تشیّع او اهل تسنن نورو لوړپوړو دیني  اوسیاسی مشرانو هم ویناوې وکړې او دحضرت امام خمیني په شان کې ئې د عقیدت ګلونه وړاندې کړل، او حضرت امام خمیني ئې د پيړۍ لوي رهبر او شخصیّت  وباله او په ډاګه ئې کړه ،  چې  دنړۍ هیوادونه  دحضرت امام خمینی دمدبّرانه  او شحاج رهبرۍ  او دا یران د ملت د خپلواکۍ معترف دي او نړۍ  د ایران دم یړني  ملت  د خپلواکۍ اعتراف هم کوي.

په راپور کې وئيل شوي دي ، دغه شان دستورې په لاهور، کراچۍ پنډۍ  فیصل آباد ،پاراچنار  او نورو په لسګونو ښارونو کې هم ترسره شوې او  داسلامی انقلاب مینه والو  په دغو دستورو کې  د ارواښاد امام پر کړن لارې او ځانګړنو  او نړۍ ته د هغه په روښانه پیغام رڼا واچوله او  هوډ ئې وکړ، چې باید د نړۍ ملتونه  د  حضرت امام خمینی کړن لارې څخه په استفادې سره  د خپل برخلیک  او راتلونکي په باب پخپله فیصله وکړي او  نور د استکبار او استعمار له ظلم او د غلامئ توکی وشلوي او  پخپل  ایمان باندې په تکیې سره دې خپلواکي ترلاسه کړي.ویناوالو دغه راز ووئيل،  د ایران اسلامی انقلاب په اخلاقي فساد ککړ رژيم څخه د مظلوم او کړیدلي خلکو د آزادۍ لپاره  ؤ او د نړۍ مظلوم ملتونه باید د حضرت امام خمینی لیدتوګې خپله بیلګه وګرځوي.

 

  https://iqna.ir/fa/news/4145935

captcha